په پروان کې د طالبانو امنیه قومندان محمد جاوید ضیاءالرحمن په یوه رسمي ناسته کې حکومتي چارواکي له “چوپان” سره تشبیه کړي، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د نیوکو څپې راپورته کړې دي.
هغه د مسؤلیت منلو په موخه ویلي وو چې چارواکي باید له خپلو واکونو ناوړه ګټه پورته نه کړي.
خو د چارواکو لپاره د “چوپان” کلمې کارول او خلکو ته په دې نظر کتل د کاروونکو لخوا سپکاوی ګڼل شوی دی.
منتقدین وایي دا ډول ادبیات د ښاریانو په وړاندې د سپکاوي نښه ده او د خدمت له شعارونو سره اړخ نه لګوي.
ډیری خلکو په مجازي فضا کې لیکلي چې د داسې خبرو دوام د حکومت او خلکو ترمنځ واټن نور هم زیاتوي.
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو لهجه غبرګونونه پاروي او د اوسنیو واکمنانو د سیاسي ادبیاتو په اړه بحثونه راپورته کوي.