د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هیواد په ۱۸ ولایتونو کې د شدیدې واورې او باران د احتمال خبر ورکړی دی.

بدخشان، تخار، کندز، بغلان، بلخ، هرات او یو شمیر نور ولایتونه د ناڅاپي سیلابونو له خطر سره مخ دي.


وړاندویینې ښیي چې د باران کچه به له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو او د واورې کچه به تر ۳۵ ملي مترو پورې وي.

همدارنګه په مرکزي ولایتونو او سالنګونو کې د ساعت له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو په سرعت د توندو بادونو اټکل شوی دی.


هیوادوال باید د خرابو موسمي شرایطو سره د مقابلې لپاره چمتووالی ولري. په زیان منونکو سیمو کې د لارو د بندیدو او اوبو راوتلو احتمال شته .

هواپیژندنه #واوره #باران #سیلاب #افغانستان #خبرداری #سالنګ #ژمی #دورځې_خبر #خوندیتوب