خبري سرچینو راپور ورکړی چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې خاران ښار د بلوڅ ازادي غوښتونکو ځواکونو لاس ته ورغلی دی.

ویل کیږي چې د دې ځواکونو یو لوی کاروان نن له غرمې وروسته پر ښار برید وکړ او کنټرول یې ترلاسه کړ.


دا پیښه په بلوچستان ایالت کې د نښتو د شدت او په سیمه کې د بیلتون غوښتونکو ډلو د ځواک د زیاتوالي نښه ده.

د یو مهم ښار نیول کیدل کولای شي د پاکستان حکومت او پوځ ته لویه امنیتي ننګونه جوړه کړي.


تر اوسه د دې نښتې د احتمالي مرګ ژوبلې کره جزئیات نه دي خپاره شوي، خو د خاران سقوط په دې ناارامه ایالت کې د اسلام آباد اقتدار ته لوی ګوزار ګڼل کیږي.

په سیمه کې وضعیت لا هم ترینګلی راپور شوی دی .

بلوچستان #پاکستان #خاران #ازاديغوښتونکي #جګړه #امنیت #بیړنیخبر #نښته #سیمه #پوځي_تحولات

Author