رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سپیس ایکس شرکت انجینران په ایران کې له پیچلو امنیتي ننګونو سره مخ شوي دي.
د ایران حکومت د پرمختللو پارازیتونو او سیګنالونو په جعل کولو سره هڅه کوي چې سټارلینک سپوږمکۍ انټرنیټ ته د کاروونکو لاسرسی بند کړي .
دا اقدامات په داسې حال کې کیږي چې سپیس ایکس د ایرانیانو لپاره د سټارلینک خدمت وړیا کړی څو د حکومتي انټرنیټ د پرې کیدو مقابله وکړي.
سټارلینک په بحراني حالاتو کې د معلوماتو د ازاد جریان لپاره په یوې مهمې وسیلې بدل شوی او اوس د ازادې ټیکنالوژۍ او حکومتي سانسور ترمنځ د سایبري جګړې په مرکز کې دی .
امریکایی چارواکي وایي چې ځپونکي رژیمونه فکر کوي چې اړیکې پرې کولی شي، خو ټیکنالوژي داسې لوري ته روانه ده چې دا کار به ناممکن کړي.
د چین او روسیې په څیر نړیوال قدرتونه هم په ایران کې د سټارلینک فعالیت په دقت څاري، ځکه دا جګړه د سپوږمکۍ انټرنیټ راتلونکی ټاکي .
#سټارلینک #ایران #ټیکنالوژي #ازادانټرنیټ #سپیسایکس #سانسور #ایلان_ماسک #انټرنیټ