په کریملین ماڼۍ کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې، په مسکو کې د طالبانو سفیر مولوي ګل حسن حسن خپل باورلیک ولادیمیر پوتین ته وړاندې کړ.

هغه د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده پیغام هم د روسیې ولسمشر ته ورساوه چې د کابل او مسکو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا پکې ټینګار شوی و .


ولادیمیر پوتین په دې لیدنه کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او امنیت په برخه کې د طالبانو د اقداماتو ستاینه وکړه او په افغانستان کې یې وروستیو مثبتو بدلونونو ته اشاره وکړه.

پوتین ټینګار وکړ چې روسیه د یو باثباته او خپلواک افغانستان ملاتړ کوي او له کابل سره د سیمه ییزو همکاریو پیاوړتیا غواړي .


دا پیښه د روسیې او طالبانو ترمنځ د اړیکو د تودیدو نښه ده. روسیه د یوازینی هیواد په توګه چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پیژندلې، هڅه کوي په سیمه کې خپل نفوذ وساتي او له افغانستان سره امنیتي او سوداګریزې همکارۍ پراخې کړي

. #روسیه #طالبان #پوتین #ډیپلوماسي #افغانستان #کریملین #بهرنۍ_اړیکې #سیاست

Author