په هرات کې ښځې د تګ راتګ په برخه کې له یوې نوې ستونزې سره مخ شوي؛ ټکسي چلوونکي د طالبانو له ویرې په خپلو موټرو کې د ښځو او نجونو له کښینولو ډډه کوي.

راپورونه وایي چې میرمنې ساعتونه په تمځایونو کې انتظار کوي، خو چلوونکي حتی په خالي موټرو کې هم دوی نه لیږدوي .


دا وضعیت وروسته له هغه خراب شو چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو ټکسي چلوونکو ته ګواښ وکړ. هغوی مخکې ویلي وو چې بې حجابه میرمنې دې نه لیږدوي او په دې وروستیو کې یې هغه میرمنې له موټرو کوزې کړي چې چادرنماز یې نه درلود .


د زرنج یا ریکشاوو په بندیدو سره د ښځو لاسرسی نقلیه وسایطو ته ډیر محدود شوی و او اوس د ټکسي چلوونکو په انکار سره، ډیرې میرمنې اړ دي چې اوږده واټنونه پلي لاړې شي. دغو محدودیتونو د هرات د نیمایي نفوس ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی .

#هرات #افغانمیرمنې #طالبان #محدودیت #حجاب #ټرانسپورټ #دښځو_حقونه #افغانستان

Author