د طالبانو د سوداګرۍ وزارت یو پلاوي بنګله دیش ته په سفر کې د افغاني تولیداتو لپاره د ګمرکي تعرفو د لرې کولو وړاندیز کړی دی. احمدالله زاهد ویلي چې دوی غواړي پنبه او ۴۵ نور قلم توکي له محصول پرته هغه هیواد ته صادر کړي.
د دې طرحې له مخې، طالبان چمتو دي چې د بنګله دیش په صادراتو لکه درملو او جامو باندې هم تعرفې لرې کړي. که څه هم دا لیدنه رسمي بڼه نه درلوده، خو اصلي موخه یې د افغاني میوو، زعفرانو او قیمتي ډبرو لپاره د بازار موندنه ده.
بنګله دیشي چارواکو تایید کړې چې تر اوسه کوم لیکلی سند ندی لاسلیک شوی. دا هڅې داسې مهال کیږي چې افغانستان غواړي په سیمه کې خپل سوداګریز شریکان ډیر کړي او صادراتو ته وده ورکړي.

سوداګري #افغانستان #بنګلهدیش #اقتصاد #طالبان #صادرات #زعفران #بازار #پنبه #وچهمیوه #خبرونه

Author