د هرات اوسیدونکي وایي چې پر ښځو د طالبانو محدودیتونه ډیر شوي، چې بې له محرمه تګ راتګ او سخت حجاب پکې شامل دي. ټکسي او ریکشا چلوونکي هم منع شوي چې یوازې ښځې انتقال کړي .
ښځې وایي چې په ښار کې ویره خپره شوې او د امر بالمعروف کسان یې په بېلابېلو پلمو پوښتي. دا فشارونه په ایران کې له وروستیو ناارامیو وروسته ډیر شوي او طالبان د ولسي پاڅونونو څخه ویره لري .
سیمه ییزې سرچینې تاییدوي چې د طالبانو استخبارات حتی په ښوونیزو مرکزونو کې د نجونو او ښوونکو نومونه ثبتوي. دې وضعیت په هرات کې د ښځو ژوند ډیر سخت کړی او هغوی یې په کورونو کې بندې کړي دي .

هرات #ښځې #طالبان #محدودیت #حجاب #دښځوحقونه #امر_بالمعروف #افغانستان #خبرونه #ټولنه

Author