د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله نن په یوه دوستانه لوبه کې د ویتنام په وړاندې میدان ته ځي. دا لوبه د کابل په وخت د غرمې ۱۲:۳۰ بجې په ویتنام کې ترسره کیږي .
د فوټبال فدراسیون ویلي چې دا سیالي به د تړلو دروازو تر شا او له تلویزیوني خپرونې پرته ترسره شي. دا لوبه د راتلونکو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې د چمتووالي یوه برخه ده .
تر دې لوبې وروسته به ملي لوبډله تایلینډ ته لاړه شي ترڅو هلته هم دوه دوستانه لوبې وکړي. افغان مینه وال په دې سیالیو کې د خپلو لوبغاړو ښې لوبې ته سترګې په لار دي .