د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د بایډن ادارې د وتلو پر څرنګوالي سختې نیوکې وکړې. هغه په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د ۱۳ امریکایي سرتیرو وژل کیدل او د بګرام پریښودل د امریکا په تاریخ کې تر ټولو کمزورې نقطه وه.
ټرمپ هغو پوځي تجهیزاتو ته په اشارې چې د طالبانو لاس ته ورغلي وویل، د امریکایي وسلو سره د طالبانو رسم ګذشت لیدل د شرم ځای دی. هغه ادعا وکړه که په واک کې پاتې شوی وای، نو وتل به یې په عزت او ځواک سره مدیریت کړي وای.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان موضوع لا هم په واشنګټن کې د سیاسي بحثونو یوه مهمه برخه ده. ټرمپ ټینګار وکړ چې د هغه د واکمنۍ پر مهال طالبانو د امریکایي ځواکونو پر وړاندې د اقدام جرئت نه درلود.

افغانستان #امریکا #ډونالډټرمپ #جوبایډن #بګرام #طالبان #دځواکونووتل #سیاست #نړیوال_خبرونه #کابل

Author