د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په جنجالي څرګندونو کې وویل چې برتانیا باید د «لویې» کلمه له خپل نوم څخه لرې کړي. هغه په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې برتانیا یوازینی هیواد دی چې ځان ته په رسمي ډول لویه وايي او دا لقب نور له واقعیت سره اړخ نه لګوي.
لاوروف په کنایې سره وویل چې بله ورته بیلګه د قذافي پر مهال «لویه لیبیا» وه چې اوس شتون نه لري. دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې د اوکراین د جګړې پر سر د مسکو او لندن ترمنځ اړیکې خورا خرابې شوې دي.
روسي چارواکي اوسمهال برتانیا خپل لومړی درجه دښمن ګڼي او د روسیې دولتي رسنۍ لندن په دسیسو جوړولو تورنوي. برتانیا هم روسیه د اروپا د امنیت لپاره یو جدي ګواښ بولي.

روسیه #برتانیا #سرګيلاوروف #نړیوالسیاست #سیاسيتنش #مسکو #لندن #اوکراین #نړیوالخبرونه #دیپلوماسي

Author