د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې د دې ډلې ځواکونو په بلخ او ننګرهار ولایتونو کې ۱۹ تنه د خلکو په وړاندې په دُرو وهلي دي. په ننګرهار کې ۱۴ نارینه او ۲ ښځې د بیلابیلو تورونو لکه نامشروع اړیکو او له کوره د تیښتې په تور مجازات شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان په ۲۰ تر ۳۹ دُرو محکوم شوي وو او دا حکم د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پلی شو. همدارنګه په تیرو ورځو کې درې نور کسان هم د الکولي مشروباتو د قاچاق په تور په دُرو وهل شوي وو.
رسنیزې شمیرې ښيي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې، په ټول افغانستان کې سلګونه کسان د طالبانو لخوا په دُرو وهل شوي دي. د بشري حقونو ادارو تل په دې ډول بدني سزاګانو نیوکې کړې دي.