د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې په کندهار کې د «سانوفارما» درمل جوړولو فابریکه غواړي د روان کال تر پایه خپل تولیدات دوه چنده کړي. دا فابریکه اوسمهال ۱۹۲ ډوله بیلابیل درمل تولیدوي.
مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دې تولیداتو د زیاتوالي هدف د هیواد د روغتیایي اړتیاوو د ۴۰ سلنه پوره کول دي. د کورني درمل جوړولو صنعت پراختیا له وارداتو د خلاصون لپاره یو له اعلان شویو اهدافو څخه دی.
دا خبر په داسې حال کې خپریږي چې افغانستان لا هم خپله لویه برخه درمل له ګاونډیو هیوادونو واردوي. اقتصادي فعالان هیله لري چې د کورني تولید ملاتړ وکولای شي د درملو کیفیت او لاسرسی ښه کړي.