د افغانستان او پاکستان د سرحدي تیریو د تیرو ۱۰ تر ۱۱ میاشتو لپاره بند پاتې کیدل دواړو هیوادونو ته سختې اقتصادي زیانونه رسولي دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړ چې سوداګر د سختو مالي او رواني فشارونو لاندې دي.
د پاکستان او افغانستان د ګډ سوداګرۍ خونې لوړپوړي مرستیال ضیاالحق سرحدي وویل چې پاکستان کلنی شاوخوا یو او نیم ملیارد ډالره توکي افغانستان ته صادروي او تیرو ۱۰ میاشتو کې یې له دغه برخې نږدې یو ملیارد ډالره زیان لیدلی دی. د افغانستان له لارې د پاکستان صادرات مرکزي آسیا ته هم شاوخوا ۲۲۵ ملیون ډالره کم شوي دي.
افغانستان هم له دغه بحران سره مخ دی؛ د تیرو ۱۰ میاشتو کې د واګه تیریو له لارې د افغانستان صادرات هند ته نږدې ۲۰۰ ملیون ډالره کم شوي دي. دغه بحران ملیونونه کسان له کاره محروم کړي او دواړو هیوادونو د ګمرکي عوایدو لوی کموالی راوستی دی.
#سوداګري #پاکستان #افغانستان #پوله #اقتصاد