د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو پولیسو پنځه تنه د شاوخوا ۵۰ اصله شفتالو ونو د پرې کولو په جرم نیولي دي. د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند وايي دې کسانو میوه لرونکې ونې له منځه وړې وې.
د سیمه ییزو چارواکو په وینا، تورنو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او دوسیه به یې د قانوني پړاوونو لپاره عدلي ارګانونو ته وسپارل شي.
په افغانستان کې د میوه لرونکو ونو او ځنګلونو پرې کول جرم ګڼل کیږي، خو د بې وزلۍ او د سون توکو د نشتوالي له امله دا سرغړونې په کلیوالو سیمو کې لا هم کیږي. چارواکو خبرداری ورکړی چې له سرغړونکو سره به جدي چلند وشي.