د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې عجیبې څرګندونې کې وویل چې د هغه وړاندیز شوې «د سولې شورا» ممکن په راتلونکي کې د ملګرو ملتونو ځای ونیسي. هغه دا موضوع د ملګرو ملتونو د ناکارآمدۍ په اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې مطرح کړه.
ټرمپ د ملګرو ملتونو پر کړنو نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا اداره «ډیره ګټوره» نه ده پاتې شوې. هغه ادعا وکړه چې ډیرې جګړې ده په خپله حل کړي دي، په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو باید دا کارونه کړي وای.
دا خبرې یو ځل بیا نړیوالو ادارو ته د ټرمپ بدبینانه لید ښيي. د امریکا تر مشرۍ لاندې د یوې شورا لخوا د ملګرو ملتونو د ځای ناستي کیدو نظریه کولی شي په نړیواله کچه نوي دیپلوماتیک چالشونه رامنځته کړي.

امریکا #ملګريملتونه #ډونالډټرمپ #نړیوالسیاست #دسولېشورا #دیپلوماسي #نړیوالخبرونه #جګړهاوسوله #واشنګټن #نړیوال

Author