اریانا افغان هوايي شرکت هند ته د سوداګریزو توکو د لیږد لپاره د کارګو ځانګړي پروازونه پیل کړل. یوه بوینګ ۷۳۷ الوتکه چې ۱۶.۵ ټنه ظرفیت لري، د دوشنبې په ورځ کابل ته ورسیده او ټاکل شوې چې ډیلي ته وچه میوه او زعفران ولیږدوي .
د اریانا شرکت رئیس وویل چې دا ګام د سوداګرو سره د ژمنې پوره کولو او د ځمکنیو لارو د ستونزو د حل لپاره اخیستل شوی دی. د دې الوتکې لپاره د شپږو میاشتو قرارداد لاسلیک شوی ترڅو صادرات ګړندي شي .
د پولو د پرله پسې بندیدو له امله، دا هوايي لاره د هیواد د اقتصاد لپاره ډیره مهمه ده. دا نوي خدمتونه به نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د ګړندي او خوندي لیږد زمینه برابره کړي .