د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې د قزوین په مرکزي زندان کې د خیرالله ګلجاني په نوم یو افغان اعدام شوی دی. دا ۴۵ کلن سړی چې دوه ماشومان لري او مخکې یې سبزي پلورله، دوه کاله وړاندې د مخدره توکو په تور نیول شوی او په اعدام محکوم شوی و .
دا اعدام په ایران کې د اعدامونو د وروستۍ لړۍ یوه برخه ده چې پکې په څو ورځو کې اوه بندیان دار ته ځړول شوي دي. د بشري حقونو بنسټونه وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ایران کې د افغانانو د اعدام کچه لوړه شوې ده .
شمیرې ښيي چې یوازې سږ کال په ایران کې لسګونه افغانان اعدام شوي دي. د بشري حقونو فعالان د افغان بندیانو د وضعیت او هغوی ته د عادلانه محاکمې د نشتوالي په اړه ژوره اندیښنه لري .

اعدام #ایران #افغانبندیان #بشريحقونه #قزوین #مخدرهتوکي #کډوال #عدالت #افغانستان #خیراللهګلجاني

Author