ځوان افغان سندرغاړي ادیب کاظمي په تاجیکستان کې خپله نوې سندره د «حذر نمی کنم» په نوم خپره کړه. دا سندره چې د مدرن پاپ او دودیزې موسیقۍ یو ښکلی ترکیب دی، شعر یې مهوش ثابت لیکلی او کمپوز یې سیام اهنګر جوړ کړی دی.

د سندرې تنظیم شهرت او د ډرم غږول دهریتی ګوبیندا دوتا ترسره کړي دي. کاظمي هڅه کړې چې د افغانستان د اصیلې موسیقۍ په ساتلو سره یو داسې اثر وړاندې کړي چې د سیمې ټولو مینه والو ته په زړه پورې وي.

د دې سندرې ویډیو کلیپ د دوشنبې په ښار کې ثبت شوی او اوس په ټولنیزو رسنیو کې شتون لري. ادیب کاظمي په پردیو کې د خپل هنر له لارې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د کلتوري اړیکو په پیاوړتیا کې مهمه ونډه لري.

مینه وال کولی شي دا سندره د زرین نړیوال تلویزیون شبکې کې هم وګوري.

#ادیب_کاظمي #افغان_موسیقي #نوې_سندره #حذر_نمی کنم #تاجیکستان #دوشنبه #افغان_هنرمند #پاپ_موسیقي #کلتور #مهاجرت

Author