د «زنان به سوی آزادی» یا د ازادۍ په لور د ښځو خوځښت غړو د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو ویډیویي پیغام کې نړۍ ته یو جدي خبرداری ورکړی دی. دوی وایي چې له زده کړو څخه د افغان نجونو او ښځو محرومول یوازې یوه شخصي ستونزه نه ده، بلکې د هېواد اقتصادي، کلتوري او ټولنیزه راتلونکې د تباهۍ کندې ته ټېل وهي. دغه معترضې میرمنې ټینګار کوي چې دا تګلارې د افغانستان د پرمختګ ریښې وچوي .

په دې پیغام کې د طالبانو د سخت دریځه سیاستونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا سختې نیوکې شوې دي. د دې خوځښت غړې باور لري چې د ښځو د کار او زده کړو د بندیز پر وړاندې د نړۍ بې تفاوتي، په حقیقت کې د افغان ټولنې د نیمايي برخې له منظم ځپلو سره مرسته کول دي. دوی له تشو اعلامیو پرته د عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده .

دغو زړورو ښځو یو ځل بیا یادونه وکړه چې زده کړه د هر وګړي مسلم حق دی او د اخیستلو لپاره یې هیڅ توجیه شتون نلري. د دوی پیغام د هغو میلیونونو نجونو غږ دی چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو دروازو تر شا پاتې دي او هیله لري چې نړیوال فشارونه وکولای شي دغه قفلونه مات کړي او د تورې تیارې مخه ونیسي .

#د_زده_کړې_حق #افغان_میرمنې #د_پوهنې_نړیواله_ورځ #طالبان #بشري_حقونه #د_ښځو_خوځښت #افغانستان #نه_محرومیت

Author