د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په قرغزستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان په ناسته کې پر افغانستان ټینګار وکړ. هغه وویل چې تهران د یوه ټول ګډونه او له ترهګرۍ پاک حکومت د جوړولو ملاتړ کوي.
نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې ثبات او امنیت د سیمې د ټولو هیوادونو لپاره خورا مهم دی. د هغه په وینا، دا کار کولی شي د سیمې پرمختګ سره لویه مرسته وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې د نشه یي توکو قاچاق او غیر قانوني کډوالۍ سره د مبارزې لپاره ګډې همکارۍ ته اړتیا ده. هغه له غړو هیوادونو وغوښتل چې په دې برخه کې نور هم کار وکړي.
#ایران #افغانستان #شانګهای
🌐