د افغانستان سخت ژمي یو ځل بیا قرباني واخیسته.

په میدان وردګ ولایت کې سیمه ییزې سرچینې خبر ورکوي چې د نرخ ولسوالۍ په «تیت مور کوتل پاک» سیمه کې د بیت الله په نوم د یو سړي جسد موندل شوی دی .


د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دغه سړي د سختې یخنۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د هغه جسد د جمعې په ورځ له غرمې وروسته د خلکو لخوا وموندل شو او کورنۍ ته یې وسپارل شو .
څارونکي وايي دا مړینې یوازې د یخنۍ پایله نه ده، بلکې په ژمي کې د خلکو لپاره د ملاتړیزو پروګرامونو نشتوالی ښيي. بې وزلي او د چارواکو بې غوري د دې لامل شوې چې وګړي د طبیعي پیښو پر وړاندې بې دفاع پاتې شي .

میدانوردګ #یخنی #ژمی #قرباني #بېوزلي #افغانستان #طبیعيپېښې #نرخ #بېمسئولیتي #دخلکوژوند

Author