په هېواد کې د ځانوژنې د لړۍ په دوام، په خوست ولایت کې یو ځوان خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود. سیمه ییزې سرچینې وايي دغه ځوان چې «الهام» نومېده، تېره ورځ په تڼیو ولسوالۍ کې دا کار کړی دی .


د الهام نږدې ملګري وايي چې هغه د سختو اقتصادي ستونزو او له اوسني وضعیت څخه د نه هیلۍ له امله ځانوژنه کړې ده.

که څه هم، تر اوسه د دې پېښې کره لامل په رسمي توګه نه دی معلوم .


د افغان ځوانانو ترمنځ د ځانوژنې د شمېر زیاتوالی د اندېښنې وړ دی. بې وزلي، بېکاري او د ټولنیزو محدودیتونو له امله روحي فشارونه د دې خاموش بحران اصلي لاملونه بلل کېږي چې طالبان هڅه کوي د خبرونو خپرېدل یې محدود کړي .

خوست #ځانوژنه #بېوزلي #بېکاري #افغانځوانان #روحيبحران #افغانستان #تڼي #نههیلي #ټولنیز