د افغانستان محبوب هنرمند فرهاد دریا په یوه احساساتي پیغام کې له ایراني خلکو سره خپل پیوستون اعلان کړ.
هغه د “تورو ځواکونو” پر وړاندې د ایران د ملت د ارادې په ستاینې سره ولیکل چې د مرګ او ژوند په میدانونو کې د ازادۍ غوښتونکي غږونه نه خاموشیږي.
ښاغلي دریا د دردیدلو میندو او پلرونو ګډ درد ته په اشارې ټینګار وکړ چې د عزیزانو تش ځای به په قوي ارادو ډک شي.
هغه د حسن شماعي زاده یو خبرداری هم نقل کړ چې “ظلم په پای کې د ټولو دروازې ټکوي” او باید پر وړاندې یې چوپ پاتې نشو.
دا پیغام په ټولنیزو رسنیو کې له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.
ډیری خلک دا د دوو ګاونډیو ملتونو ترمنځ د ژور کلتوري پیوند او ګډ درد نښه ګڼي چې دواړه سختې ورځې تیروي .