د طالبانو د کرنې وزیر عطاءالله عمري په یوه عجیبه وینا کې ادعا وکړه چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده خپل ټول وخت د کډوالو د وضعیت په اړه فکر کولو ته وقف کړی دی.

هغه په سرپل کې له راستنو شویو کډوالو سره په ناسته کې وویل چې مشر یې «شپه او ورځ ستاسو په غم کې دی» او اوسنی حاکمیت یې د خدای فضل وباله.


دا ادعا په داسې حال کې کیږي چې په افغانستان کې فقر او بیکاري اوج ته رسیدلې او میلیونونه خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

نړیوالو بنسټونو راپور ورکړی چې د طالبانو پالیسۍ د هیواد د انزوا او د نړیوالو مرستو د کمیدو لامل شوي دي.


منتقدین وايي د تش په خوله خواخوږۍ پر ځای، طالبان باید کاري او ښوونیز محدودیتونه لغوه کړي ترڅو ځوانان د هیواد پریښودو ته اړ نشي.

د روښانه اقتصادي لیدلوري د نشتوالي له امله له افغانستان څخه د کډوالۍ څپې لا هم روانې دي .

کډوالي #طالبان #ملاهبت الله #افغانستان #فقر #بیکاري #سرپل #بشريمرستې #اقتصاد #پناه_غوښتونکي

Author