د نویو شمېرو له مخې، په افغانستان کې د ښځینه بندیانو شمېر په بې ساري ډول لوړ شوی او ۱۸۲۵ تنو ته رسېدلی دی. دا ښځې چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ساتل کېږي، د نویو سختو اخلاقي قوانینو له امله بندیانې شوې دي . کابل د ۴۶۹ ښځینه بندیانو په درلودلو سره په لومړي سر کې دی، او ورپسې هرات او بلخ ولایتونه راځي.
راپورونه ښيي چې د جمهوریت پر مهال د ښځینه بندیانو شمېر هېڅکله له ۱۰۰۰ څخه نه و اوښتی، خو اوس د «له کوره د تېښتې» او اخلاقي تورونو له امله زندانونه ډک شوي دي. ډېری دغه ښځې له بندي کېدو مخکې په دُرو وهل شوې دي او د کورني تاوتریخوالي قربانیانې دي چې اوس ورته د خلاصون لار نشته .
د بشري حقونو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د امر بالمعروف نویو قوانینو ښځې ان په شخصي ځایونو کې محدودې کړې دي. د میړه له اجازې پرته د پلار کره تلل جرم ګڼل او د کار بندیز چې د بې وزلۍ لامل شوی، د دغو نیونو اصلي لاملونه دي. دې حالت د کورنیو سرپرستې ښځې له ګواښ او ناوړه ګټه اخیستنې سره مخ کړې دي .