د«بازگشت خبري آژانس» دنوي څیړنیز راپور له مخې، دطالبانو داستخباراتو له زندانونو څخه خوشې شویو بندیانو دبریښنایی شاکونو په واسطه دشکنجه کولو وحشتناکې کیسې بیان کړې دي. دا راپور چې له ۱۲ بندیانو سره دمرکو پر بنسټ چمتو شوی، ښیې چې طالبان دبندیانو په ملا او غاړه کې دبریښنا شاکونه ورکوي، چې هغوی دتلپاتې معلولیت پولې ته رسوي .
بندیانو ویلي چې ددې شاکونو شدت دومره زیات و چې دوی دخپل بدن او ذهن کنټرول له لاسه ورکاوه. ددوی په وینا، دشکنجې دې ډول ددې لامل شوی چې ډیری بندیان حتی له خوشې کیدو وروسته هم دخپلو متیازو دکنټرول توان ونلري او له دایمي جسمي ستونزو سره مخ شي .
دا ټکان ورکوونکی راپور د طالبانو داستخباراتو د ۴۰ او ۹۰ ریاستونو دزندانونو وضعیت په ډاګه کوي. دبریښنایی شاک کارول یوازې دشکنجې له ۱۶ ډولونو څخه یو دی چې په دې توقیف ځایونو کې دپخوانیو پوځیانو او مدني فعالانو دروحیې ماتولو لپاره کارول کیږي .

افغانستان #بشريحقونه #شکنجه #دطالبانوزندان #طالبان #استخبارات #بریښناییشاک #کابل #بازگشتخبريآژانس #دبشرحقوقو_سرغړونه

Author