۲۴ کاله وړاندې په همدې ورځ، د کابل ژوبڼ مشهور زمری «مرجان» چې د تاوتریخوالي پر وړاندې د مقاومت نښه وه، له نړۍ سترګې پټې کړې. دا زمری چې د جرمني ډالۍ وه، د هغه سړي د وحشت قرباني شو چې د غچ اخیستلو لپاره یې د هغه قفس ته لاسي بم ور وغورځاوه او هغه یې ړوند او ټپي کړ .
مرجان د کورنۍ جګړې او طالبانو د واکمنۍ په تورتمو ورځو کې د کابل د خلکو همدرد و. هغه د ژورو ټپونو او د لید له لاسه ورکولو سره سره، کلونه مقاومت وکړ او د هغو افغانانو د خاموش مقاومت په نښه بدل شو چې په جګړه او افراطیت کې راګیر وو .
نن ورځ، د مرجان برونزي مجسمه د کابل ژوبڼ په دروازه کې ولاړه ده؛ هغه مجسمه چې لیدونکو ته د جګړه مارانو تریخ داستان او د یوه ملت نه ختمیدونکی درد بیانوي. د هغه یاد د هغو ورځو یادونه کوي چې ان حیوانات هم د جګړې له اوره په امن کې نه وو .