د فزیوتراپۍ ډاکټر سورندر پال سینګ وایي چې هره ورځ سهار د یوې اونۍ لپاره ۵۰ ټوپونه وهل ستاسو روغتیا ته ډیره ګټه رسوي. دا ساده تمرین د زړه ضربان زیاتوي، د وینې جریان ښه کوي او د زړه وړتیا لوړوي، چې په پایله کې د زړه د ناروغیو خطر کموي.
د زړه د روغتیا ترڅنګ، دا تمرین د عضلاتو او هډوکو په پیاوړتیا کې مرسته کوي او د وزن په کنټرول کې هم رول لري.
ډاکټران سپارښتنه کوي چې د سهار لخوا دا لنډ خو ګټور تمرین ترسره کړئ ترڅو د ورځې په اوږدو کې انرژی ولرئ او سالم پاتې شئ.

روغتیا #ورزش #دزړهروغتیا #سهارنی_ورزش #فټنس #تندرستي #افغانستان

Author