د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سنا د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې اعلان وکړ چې د ایران رژیم په خپل تر ټولو کمزوري حالت کې دی او د نسکورېدو احتمال یې شته. هغه د زرګونو لاریون کوونکو وژل کېدو ته په اشارې ټینګار وکړ چې د ایران خلک د ښه ژوند مستحق دي او اوسنی حکومت د هغوی غوښتنو ته د ځواب ویلو توان نلري .
روبیو زیاته کړه چې د ایران اقتصادي بحران د نیابتي ډلو او وسلو لپاره د هیواد د سرچینو د لګولو پایله ده، نه د بندیزونو. په ورته وخت کې، ډونالډ ټرمپ هم خبرداری ورکړی چې که اټومي هوکړه ترلاسه نشي، د امریکا غبرګون به ډېر سخت وي او الوتکې وړونکې کښتۍ سیمې ته استول شوي دي .
د دې ګواښونو په غبرګون کې، د عباس عراقچي او د ایران د رهبر د سلاکار په ګډون ایرانی چارواکو خبرداری ورکړی چې د امریکا هر ډول پوځي اقدام د جګړې د پیل په معنا دی او له سخت ځواب سره به مخ شي. په ورته وخت کې، په واشنګټن کې د ایران د سیاسي راتلونکي او د رژیم له احتمالي سقوط وروسته د واک د خلا په اړه بحثونه ګرم شوي دي .
#ایران #امریکا #مارکو_روبیو #ټرمپ #جګړه #منځنی_ختیځ #سیاست #نړیوال_خبرونه