د اروپایی پارلمان غړې هانا نیومن د طالبانو د نوې جزایی اصولنامې په توشیح کولو سختې نیوکې وکړې او هغه یې د “جنسیتي اپارتاید او د ښځو د غلامۍ” رسمي سند وباله. هغې په اکس ټولنیزه شبکه کې خبرداری ورکړ چې له داسې رژیم سره د اړیکو عادي کول چې داسې قوانین وضع کوي، ناممکن دي .

ترسره شوې ارزونې ښيي چې په نوي قانون کې د ښځو لپاره له نارینه وو څخه درنه سزا ټاکل شوې ده. د بېلګې په توګه، که یوه ښځه دین پریږدي، په ابدي بند او درو محکومیږي. همدارنګه، د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی په عملي توګه له جرم څخه ایستل شوی او هغه نارینه چې خپلې میرمنې تر ماتېدو پورې ووهي، یوازې په څو ورځو بند محکومیږي .

د بشري حقونو فعالان خبرداری ورکوي چې دا قوانین د افغانستان ټولنه طبقاتي کوي او عدالت له منځه وړي. خو د طالبانو د عدلیې وزارت د دې نیوکو په غبرګون کې ویلي چې د دې قوانینو پر وړاندې هر ډول اعتراض “جرم او له شریعت سره مخالفت” ګڼل کیږي او اعتراض کوونکي به تر څارنې لاندې ونیول شي .

#ښځې #طالبان #بشری_حقونه #اروپایی_ټولنه #جنسیتی_اپارتاید #قانون #افغانستان #عدالت

Author