د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د همغږو بریدونو په لړ کې لږ تر لږه ۱۰ امنیتي سرتیري او ۳۷ وسله وال وژل شوي دي.

د بلوچ ازادۍ پوځ (BLA) د دې بریدونو مسؤلیت منلی چې د کویټې او ګوادر په ګډون په ۱۲ سیمو کې ترسره شوي.


پاکستانی چارواکي وایي په دې بریدونو کې ځانمرګي او وسله وال عملیات شامل وو چې پوځي او دولتي تاسیسات یې په نښه کړي.

د دې نښتو له امله په سیمه کې د ریل ګاډي او مخابراتي خدمات ګډوډ شوي دي.


بلوچستان چې د پاکستان تر ټولو بې وزله خو د منابعو له پلوه بډایه ایالت دی، له کلونو راهیسې د جګړو شاهد دی.

بلوچ وسله وال وایي چې حکومت د دوی سرچینې لوټي، ځکه یې خپل بریدونه زیات کړي دي.

پاکستان #بلوچستان #بلوچازادۍپوځ #ځانمرګي_بریدونه #امنیت #کویټه #ګوادر #نښتې #سیمه

Author