په ننګرهار کې سیمه ییزې سرچینې د دوو ځوانانو د وژل کیدو خبر ورکوي. په لومړۍ پیښه کې، د فواد په نوم یو ځوان چې ریکشا یې چلوله، د جلال آباد په ښار کې د نامالومو وسله والو لخوا په ډزو وژل شوی دی.


په دویمه پیښه کې، د طارق په نوم یو بل ځوان په شینوارو ولسوالۍ کې وژل شوی دی. تر اوسه د دې وژنو انګیزه نده معلومه او د طالبانو سیمه ییزو چارواکو په دې اړه څه ندي ویلي.
سره له دې چې طالبان د بشپړ امنیت ادعا کوي، خو هدفي وژنې او مرموز جنایتونه لا هم دوام لري.

د ننګرهار اوسیدونکي د جنایي پیښو له زیاتوالي او د مجرمینو نه نیول کیدو څخه اندیښمن دي.

ننګرهار #وژنه #ناامني #جلالآباد #شینواري #افغانستان #جنایت #طالبان #ولسيخبرونه