د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې دفتر په خپل نوي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کارونه له دودیزو هغو څخه مصنوعي توکو لکه «شیشې» او نشه يي ګولیو ته اوښتې ده.
که څه هم تریاک او چرس لا هم کارول کیږي، خو د میتامفتامین کارونه مخ په زیاتیدو ده.
دا راپور چې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام په ملاتړ جوړ شوی، فقر، بیکاري او رواني فشارونه د نشې اصلي لاملونه بولي.
د نشه يي توکو لګښت پر بیوزله کورنیو دروند اقتصادي بوج اچوي.
د ملګرو ملتونو چارواکي ټینګار کوي چې د دې بحران د حل لپاره بیړنیو روغتیایي خدماتو ته اړتیا ده. هغوی په ځانګړي توګه د روږدو میرمنو وضعیت ته اندیښمن دي چې درملنې ته لږ لاسرسی لري.