د «بلوچستان د ازادۍ پوځ» بېلتون غوښتونکې ډلې اعلان کړی چې اصفه منګل، یوې ۲۴ کلنې ښځې، د شنبې په ورځ په نوشکي کې د امنیتي ځواکونو پر مرکز ځانمرګی برید کړی دی . دې ډلې ویلي چې اصفې د خپلو چاودېدونکو توکو په کارولو سره پر دې مرکز برید وکړ .

د بلوچستان ایالت اعلی وزیر، سرفراز بوګټي تایید کړه چې د دې ایالت په بېلابېلو سیمو کې په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي دي . دا بریدونه په ناارامه بلوچستان ایالت کې د نښتو د زیاتوالي نښه ده چې اسلام آباد ته یې جدي امنیتي ننګونې پیدا کړي دي.

د بلوڅو بېلتون غوښتونکو ډلو لخوا په ځانمرګو بریدونو کې له ښځو کار اخیستل، هغه تاکتیک دی چې په وروستیو کلونو کې ډېر شوی دی. پاکستاني چارواکي تل د دې ناامنیو د پراختیا او پر سیمه ییز ثبات یې د اغېز په اړه اندېښمن دي .

#پاکستان #بلوچستان #بلوچ_لیبریشن_آرمي #ځانمرګی_برید #امنیت #اصفه_منګل #ترهګري #سیمه #نوشکي #خبرونه

Author