په خوست ولایت کې یوې ډلې ځوانانو د ښوونځیو د درسي کتابونو د راټولولو لپاره یو په زړه پورې نوښت پیل کړی دی. د دې کمپاین موخه د هغو کتابونو راټولول دي چې د زده کوونکو په کورونو کې بې ګټې پاتې دي او اړمنو زده کوونکو ته یې بیا وېشل دي .

دا خودجوشه حرکت په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان په ښوونځیو کې د درسي کتابونو کمښت د پوهنې یوه لویه ننګونه بلل کېږي. خوستي ځوانان وایي غواړي په دې کار سره د سرچینو د ضایع کېدو مخه ونیسي او د زده کړې له بهیر سره مرسته وکړي .

د سیمې اوسېدونکو د دې اقدام هرکلی کړی او دا یې د پوهنې د ملاتړ لپاره یو مثبت ګام بللی دی. تمه کېږي چې دا لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځېږي ترڅو د درسي توکو د کمښت ستونزه تر یوې اندازې کمه شي .

#خوست #پوهنه #کتاب #کمپاین #ځوانان #زده_کړه #ښوونځی #افغانستان #فرهنګ #مرسته

Author