د ننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې یوې ښځینه قابلې د دې ولسوالۍ د روغتیایي مسوول، رفیع الله منصور لخوا د جنسي ځورونې شکایت کړی دی . دغه ښځه چې کونډه ده، وایي منصور پرې فشار راوړي چې نامشروع غوښتنې یې ومني او ګواښ یې کړی چې که انکار وکړي، لیرې سیمو ته به یې بدله کړي .

سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې دغه روغتیایي مسوول نه یوازې په اخلاقي فساد تورن دی، بلکې د خپلې کورنۍ غړي یې هم د واکسین په برخه کې ګمارلي او له اداري فساد سره مخ دی . دغه قابله اړ شوې چې د غیرقانوني غوښتنو منلو یا د خپلې دندې له لاسه ورکولو ترمنځ یو وټاکي.

دا راپور د سرپرست حکومت تر سیوري لاندې د کارکوونکو ښځو د سخت وضعیت یوه بېلګه ده. شکایتونو ته د رسېدو د مرجع نشتوالی او د ځینو سیمه ییزو چارواکو خوندیتوب، ښځې په کاري چاپیریال کې له جدي خطرونو او ناوړه ګټه اخیستنې سره مخ کړي دي .

#ننګرهار #ښځې #جنسي_ځورونه #اداري_فساد #طالبان #روغتیا #د_ښځو_حقونه #پچیر_اګام #افغانستان #عدالت

Author