د طالبانو د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي له قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي چې د دوی نظام له ولس څخه راپورته شوی او هېڅوک حق نه لري چې پر چا ظلم وکړي . هغه ټینګار وکړ چې وزارت یې د خلکو شکایتونو اورېدو ته چمتو دی او هر ډول بې عدالتي به وڅېړي .
حنفي وویل: “موږ د مظلومو خلکو غږ یو.” دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نړیوال بنسټونه د امر بالمعروف وزارت په افغانستان کې د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو د آزادیو د محدودولو اصلي عامل بولي .

امربالمعروف #طالبان #خالدحنفي #حقوق #افغانستان #عدالت #شکایتونه #کورنی_سیاست

Author