د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن د آسیا ملتونو جام په کوارټر فاینل پړاو کې له پیاوړې جاپاني لوبډلې سره مخامخ کېږي . دا مهمه لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو په اندونیزیا کې ترسره کېږي .
افغان لوبغاړو په ګروپي پړاو کې سعودي عربستان او مالیزیا ته ماتې ورکړه او له ایران څخه یې ماتې وخوړه. بل لور ته جاپان له خپل ګروپ څخه په پوره نمرو راوتلی او د اتلولۍ یو له مدعیانو څخه دی، چې د افغانستان لپاره به یوه سخته سیالي وي .