په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند یوه ویډیو خپره کړې او ادعا یې کړې ده چې خلک د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره ځانګړې مینه لري . په ویډیو کې ښودل کېږي چې یو موبایل جوړوونکی د حقاني د عکس په لیدو پیسې نه اخلي او عکس ښکلوي .
د طالبانو دغه چارواکي دا کار د خلکو په منځ کې د حقاني د محبوبیت نښه بللې ده . د داسې ویډیوګانو خپرول د طالبانو د هغو هڅو برخه ګڼل کېږي چې غواړي د خپلو مشرانو لپاره په ټولنه کې محبوبیت وښيي .

سراجالدینحقاني #طالبان #ننګرهار #تبلیغات #افغانستان #حقاني_شبکه #سیاست #خبرونه

Author