د اریانا افغان هوایي شرکت اعلان کړی چې له کابل څخه نوي ډیلي ته یې خپلې مسافر وړونکې او کارګو الوتنې ډیرې کړې دي. د دې شرکت په وینا، اوس هره اونۍ شپږ کارګو او دوه مسافر وړونکې الوتنې ترسره کیږي ترڅو د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې شي . دا په داسې حال کې ده چې په تیره میاشت کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت یو میلیارد ډالرو ته رسیدلی دی .
دا پریکړه د پاکستان پر پوله د دوامداره ستونزو له امله شوې ده. د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو په خرابیدو او د لارو په بندیدو سره، افغان سوداګر د بدیلو لارو په لټه کې دي . د طالبانو د سوداګرۍ وزیر په دې وروستیو کې په ډیلي کې له هندي چارواکو سره وکتل او د سوداګریزو اتشې په ټاکلو یې هوکړه وکړه .
په هوایي دهلیز تمرکز د دې نښه ده چې افغانستان غواړي په پاکستان خپله اقتصادي تکیه کمه کړي. د طالبانو ادارې له سوداګرو غوښتي چې د پاکستاني بندرونو پر ځای بدیلې لارې ومومي، چې اوس هند او ایران د کابل اصلي اقتصادي شریکان ګرځیدلي دي .

اریاناافغان #هند #افغانستان #سوداګري #کابل #نویډیلی #اقتصاد #پاکستان #کارګو #الوتنې

Author