د برشنا شرکت اعلان کړی چې له ازبکستان څخه د وارداتي بریښنا جریان یو ځل بیا پرې شوی دی. دغه شرکت وایي چې د “تنګي تاشقرغان” په سیمه کې د ۲۲۰ کیلوولټه مزي تخنیکي ستونزه د سخت طوفان له امله رامنځته شوې ده . دې پیښې د هیواد ډیرې سیمې تیاره کړي دي.
د برشنا د معلوماتو له مخې، سمنګان، بغلان، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ، غزني، ننګرهار او لغمان ولایتونه اوس له بریښنا بې برخې دي . تخنیکي ډلې سیمې ته رسیدلي خو د طوفان د شدت له امله د ترمیم چارې لا نه دي پیل شوي .
دا لومړی ځل نه دی چې هوا د بریښنا د پرې کیدو لامل کیږي؛ تر دې مخکې هم د واورې د اورښت له امله دا مزي پرې شوي وو . برشنا شرکت خبرداری ورکړی چې د هوا تر ښه کیدو پورې ممکن د بریښنا بیرته نښلول وځنډیږي.