رپوټونه وایي چې د ایران د اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتو د استازو ترمنځ په مسقط کې خبرې اترې پیل شوي دي. په دې ناسته کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکا استازي ګډون لري او عمان د منځګړي رول لوبوي . د ایران رهبر علي خامنه ای چې پخوا یې مذاکرات ردول، اوس د احتمالي برید د مخنیوي لپاره له دې خبرو سره موافقه کړې ده .
خو د دواړو لوریو ترمنځ ژور اختلافات لا هم شته. ایران په خپل توغندیز ځواک ټینګار کوي، په داسې حال کې چې امریکا د ایران د اټومي پروګرام محدودول غواړي . شنونکي په دې باور دي چې د دې ناستې اصلي موخه د تاوتریخوالي کمول دي، خو یوې هر اړخیزې هوکړې ته رسیدل ګران ښکاري .
د دې ډیپلوماتیکو هڅو سره سم، د امریکا مجازي سفارت له خپلو وګړو غوښتي چې له ایران څخه ووځي . په امریکایي پلاوي کې د پوځي چارواکو شتون د دې مذاکراتو لوړ حساسیت ښیي .