ځایي سرچینې رپوټ ورکوي چې په کابل کې د طالبانو د پوځي پرسونل د کنټرول آمر، مولوي بدرالدین عمري د دې ډلې د استخباراتو لخوا نیول شوی دی. ویل کیږي چې نوموړی د کابل ښار په څنډه کې په یو کور کې د زنا د فعل پر مهال له یوې میرمنې سره لاس په لاس نیول شوی دی .
د سرچینو په وینا، دا طالب چارواکی چې د کندهار اصلي اوسیدونکی دی، له څه مودې راهیسې تر څارنې لاندې و. د نیول شوې میرمنې له موبایل څخه داسې ویډیوګانې او شواهد ترلاسه شوي چې د دوی اړیکه تاییدوي . طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا پیښه د طالب چارواکو د اخلاقي رسوایۍ په توګه په رسنیو کې خپره شوې ده. که څه هم پخوا هم د طالبانو غړي په ورته تورونو نیول شوي، خو رپوټونه وایي چې په ډیرو مواردو کې هغوی له نیول کیدو وروسته بې له کومې سزا بیرته خوشې کیږي .

طالبان #کابل #اخلاقيفساد #مولويبدرالدین #استخبارات #افغانستان #کندهار #خبرونه #ټولنه

Author