د «میډیکا مونډیال» سازمان خبرداری ورکړی چې د طالبانو د محکمو نوی جزايي اصول نامه په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي او ځپلو ته مشروعیت ورکوي. د ښځو د حقونو دغه مدافع بنسټ وايي، نوي قوانین د بشري حقونو له نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې دي او په قضايي سیستم کې جنسیتي تبعیض بنسټیز کوي.
د دې سازمان مسؤلې انګا ولر وویل، د طالبانو هر نوی فرمان پر ښځو د ژوند کړۍ تنګوي او د دورو وهلو او سنګسار په څېر سزاوې بېرته راګرځوي. دغه سازمان د جرمني له حکومت غوښتي چې پر طالبانو ډیپلوماتیک فشارونه زیات کړي او د افغان ښځو د حقونو عملي ملاتړ وکړي.
راپورونه ښيي چې افغان ښځې اوس له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې شوي او حتی د تاوتریخوالي پر وړاندې د شکایت حق نه لري. دې بنسټ ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د دې «جنسیتي تبعیض» پر وړاندې چوپه پاتې نشي او د زیان منونکو ښځو د پناه غوښتنې لپاره ځانګړي اقدامات وکړي.