مشال راډیو چې د افغانستان سویلي سیمو او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته یې خپرونې کولې، له شپاړسو کلونو وروسته خپل فعالیت ودراوه. د دې ځنډ لامل سخت مالي شرایط او د دې رسنۍ د بودیجې پرې کېدل ښودل شوي دي.

دا راډیو چې د ازادۍ راډیو پښتو څانګه وه، خپلې ټولې راډیويي برنامې او ډیجیټل فعالیتونه پای ته ورسول. د دې رسنۍ د خپرونو درېدل په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د افغانستان پر کورنیو رسنیو کلک سانسور لګول شوی دی.

د خبریالانو ملاتړي بنسټونه د طالبانو حکومت لخوا د بې ساري محدودیتونو پر زیاتوالي کلکې نیوکې کوي. د داسې رسنیو په تړل کېدو سره، ازادو او خپلواکو خبرونو ته د هېوادوالو لاسرسی تر بل هر وخت ډېر کمېږي.

#مشال\_راډیو #افغان\_رسنۍ #د\_بیان\_ازادي #د\_طالبانو\_حکومت

🌐

Author