په نورستان ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې د دې ولایت او د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت تر منځ یوه سرحدي لار د موټرو د تګ راتګ لپاره بیا خلاصه شوې ده.

د طالبانو د والي ویاند وايي چې دا لار د سیمه ییزو مشرانو او پاکستاني چارواکو تر منځ د خبرو په پایله کې پرانیستل شوې ده او د ستونزو د بشپړ حل لپاره هڅې لا هم روانې دي.

دا لار چې د سرحدي نښتو له امله شاوخوا دوه میاشتې تړلې وه د سیمې خلکو ته یې د روغتونونو د لاسرسي په برخه کې ډېرې ستونزې جوړې کړې وې خو اوس خلک کولای شي په اسانۍ سره سفر وکړي.

#نورستان #پاکستان #سرحد

🌐

Author