په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د پوځ د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت یوه ویډیو خپره شوې چې نوموړی د بدخشان په یوه ولسوالۍ کې په خر سپرو ښيي. دغه ویډیو د خلکو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي او ډېری کاروونکي یې د هغه د واک او صلاحیت د کمېدو نښه بولي .
شنونکي وايي چې فصیح الدین ته نور په سفرونو کې د پوځي چورلکو د کارولو اجازه نه ورکول کیږي. د دوی په باور، دا تصویر د طالبانو په پوځي جوړښت کې د یو تر ټولو با نفوذه قومندان د دریځ بدلېدل او کمزوري کېدل په ډاګه کوي چې اوس له لومړنیو پوځي امکاناتو هم بې برخې شوی دی .
نیوکه کوونکي د هغه تېر وخت ته په اشارې سره وايي چې فصیح الدین د واک د ترلاسه کولو لپاره په سیمه کې د خلکو پر وړاندې له وسلو کار اخیست، خو اوس پخپله په داسې وضعیت کې دی. خلک په طنز سره وايي چې «چورلکې ولاړې، خر پاتې شو» او دا د هغو کسانو انجام دی چې په زور واک ته رسېدلي دي .