د طالبانو د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د یو ځانګړي حکم له مخې، اکرام الدین مفتون د جلال اباد ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې د رئیس په توګه ګمارل شوی دی. مفتون چې په جګړه ییزو کلونو کې یې د طالبانو په ملاتړ حماسي شعرونه ویل او په «مفتون غرق او پرق» مشهور و، خپله دنده په رسمي توګه پیل کړې ده .
دغه ګمارنه د خلکو او ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له توند غبرګون سره مخ شوې ده. نیوکه کوونکي وايي په داسې حال کې چې په هېواد کې په زرګونه مسلکي او لوستي ځوانان بې روزګاره دي، طالبان مهم مسلکي بستونه خپلو هغو ملګرو ته ورکوي چې یوازې تبلیغاتي مخینه لري او د ادارې په چارو کې تجربه نه لري .
د چارو شنونکي په دې باور دي چې طالبان د مسلکیتوب پر ځای وفادارۍ ته لومړیتوب ورکوي. د دوی په وینا، د ښاروالۍ په څېر په یو تخنیکي او مالي اورګان کې د یو شاعر ګمارل دا ثابتوي چې د طالبانو لپاره ستاینه او تبلیغات تر واقعي خدمت او کارپوهنې ډېر ارزښت لري .