د روڼتیا نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې افغانستان د ۱۶ نمرې په اخیستلو سره د نړۍ په ۱۶۹ مقام کې ځای کړی، چې په هېواد کې د فساد خراب وضعیت ښيي. د دې راپور له مخې، افغانستان د تېر کال په پرتله یو درجه نور هم ښکته تللی او د یمن او سویلي سوډان په څېر د نړۍ د تر ټولو فاسدو هېوادونو په ډله کې راغلی دی .
دا راپور چې د سه شنبې په ورځ خپور شو، ښيي چې د دیموکراتیکې څارنې نشتون او د مدني فضا محدودیت د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د فساد د زیاتوالي اصلي عوامل دي. دا په داسې حال کې ده چې د فساد نړیواله اوسط کچه هم کمه شوې ده .
د روڼتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې پراخ فساد د بشري حقونو له نقض سره مستقیمه اړیکه لري. په وروستیو کلونو کې د افغانستان د نمرې پرله پسې ټیټېدل دا په ډاګه کوي چې په هېواد کې له فساد سره مبارزه له جدي ستونزو سره مخ ده .